یکشنبه, ۱۰ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د خلافت دولت به هغه نړیوال پانګوال نظم له منځه یوسي، چې زموږ اقتصاد یې زیانمن کړی دی
بسم الله الرحمن الرحيم
د خلافت دولت به هغه نړیوال پانګوال نظم له منځه یوسي، چې زموږ اقتصاد یې زیانمن کړی دی

 

خبر:

د ۲۰۲۲م، د مې میاشتې په ۱۸ مه، د چهار شنبې په ورځ،  په ازاد مارکیټ کې  د امریکایي ډالرو په مقابل کې، د پاکستاني اسعارو بیه ۲۰۰ ته ورسېده. د دغه هېواد د پیسو د ارزښت د کمېدو لامل په عمده توګه د بهرنیو اسعارو د زېرمو کموالی او په زیاته کچه واردات وو چې په ورته وخت کې خلک په انفلاسیون کې هم ډوب وو.

تبصره:

د پاکستان ړانده واکمنان پرته له دې چې د پیسو نړیوال صندوق ته مراجعه وکړي، بله کومه حلاره نه لري. په داسې حال کې چې د پیسو نړیوال صندوق شرایط منل اقتصاد له منځه وړي او هېوادونه په خپلو پورونو کې ډوبوي. د پیسو نړیوال صندوق د تېلو، برېښنا، ګازو بیې او مالیات لوړ کړي، چې په پایله کې یې د سوداګرۍ او تولید لګښتونه هم لوړ شوي او په سود باندې نور پورونه ترې اخیستل کېږي. د پیسو د نړیوال صندوق نسخې سخت شرایط وضع کوي، چې له امله یې خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او پایله یې د حکومتونو له لوري یو پر بل د اقتصادي ستونزو پړه اچول دي.

اوسنی نړیوال اقتصادي نظم د برېتون ووډ (Bretton Woods Agreement and System ) د سیستم پر اساس رامنځته شوی، چې یوازې په غرب او چین کې د شتمنیو ګټې تضمینوي او پاتې نوره نړۍ یې په بېوزلۍ کې پریښې ده. د واشنګټن ګاونډۍ، لاتیني امریکا په دوامداره توګه په پورونو کې ډوبه ده، خو سره له دې یې  په داخل کې  ډېری هېوادونه شتمن دي. د ۲۰۲۲م، د فبروري په ۱۵مه، نړیوال بانک خبرداری ورکړ، چې شاوخوا ۷۰ پرمختللي هېوادونه د پور له بحران سره مخ دي. په دغو هېوادونو کې سریلانکا، مصر، ارجنټاین، کینیا، پیرو، سوېلي افریقا، ترکیه او هند شامل دي.

نړیواله اقتصادي بې عدالتي له دې امله ده، چې نړیواله سوداګري د یوه واحد دولت امریکا له اسعارو سره تړلې ده. که امریکا له اقتصادي بحران سره مخ شي، نو نوره نړۍ هم ورسره مخ کېږي. هر هېواد باید په  ورځینو سوداګریزو معاملاتو کې پر ډالر پېر او پلور وکړي. هر هېواد باید ډالر لاسته راوړي او دوی هېڅکله د خپل بنسټیز صنعت له امله د صادراتو له لارې ډالر نشي تر لاسه کولای. د دې لپاره چې د ډالر تشه ډکه کړي، د پیسو نړیوال صندوق د خپلو ویجاړونکو نسخو سره مداخله کوي ، چې په پایله کې یې دغه هېوادونه په اقتصادي بحران کې راګیروي.

پاکستان او ټوله نړۍ یوه نوي نړیوال اقتصادي نظم ته اړتیا لري. د اسلامي شریعت له مخې سیمه ییزه او نړیواله سوداګري د سرو زرو او سپینو زرو یا پر هغه اسعارو، چې د سرو او سپینو زرو پر اساس ولاړ وي، تر سره کېږي. دا د خلافت په دوره کې د پېړیو راهیسې معمول وه او یو ځل بیا به د نبوت پر منهج د اسلامي خلافت په  تاسیس سره  دا سیسټم  پلی کېږي. سربېره پردې، خلافت به له انرژۍ بډایه اسلامي ځمکې سره متحدې کړي او د دې اړتیا به نه وي چې له بل هېواد څخه په لوړ قیت تېل او ګاز وارد کړي. خلافت به د چټک صنعتي کولو پر پروسه څارنه کوي، د قیمتي ماشینونو او ټکنالوژۍ په واردولو کې به کموالی راولي، همدارنګه اسلامي خلافت به مو د سود له شر څخه خلاص کړي، چې له امله یې د نړۍ تر ټولو شتمن هېوادونه په سیستماتیک ډول له تباهۍ سره مخ شوي دي او په دې اړه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

{كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاءِ مِنكُمْ}[الحشر: ۷]

 ژباړه: د دې لپاره چې دغه (مال) په تاسو كې د غنیانو په منځ كې ګردش كوونكى ونه ګرځي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: انجینر شهزاد شیخ

د حزب التحریر ولایه ـ پاکستان مطبوعاتي دفتر غړی

ژباړن: محمد هارون رؤفي

Last modified onپنج شنبه, 09 جون 2022

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې